Header ad
Header ad

د ننګرهار پوهنتون د محصلینو سره د کاریابی په موخه غونډه

د ننګرهار پوهنتون د محصلینو سره د کاریابی په موخه غونډه

په ننګرهار کی د فانوس مجلی اداری له لوری د ننګرهار پوهنتون محصلینو سره د کاریابی په موخه غونډه ترسره شوو.

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو، ادبیاتو او ژورنالیزم پوهنځینو ۱۱۸ تنه محصلینو ته د کاریابی او وبلاګ جوړونی په موخه د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کی غونډه د اعظیم الشان قرآن په څو مبارکو آیتونو سره ترسره شوو. له تلاوت وروسته په ننګرهار کی د فانوس مجلی مسوول، قدرت الله شکیب، ښه راغلاست او پراستوونکی وینا وکړه او زیاته کړه چی دفانوس مجلی اداری له لوری به دننګرهار پوهنتون محصلینو ته دغسی برنامی په لاره واچوی او په راتلوونکی کی به محصلینو ته سیر علمي پروګرامونه په لاره واچوي چی نوموړي محصلین به نورو ولایتو محصلینو سره له نژدی څخه ګوري او خپل نظریات به سره شریکه کری.

 ورپسی دننګرهار پوهنتون دژورنالیزم پوهنڅی ریس او په ننګرهار کی دآزادی غږ راډیو مسوول استاد ببرک میاخیل خبری وکړیاو د فانوس مجلی له مسولینو او په ځانګړي ډول یی د مجلی له مشر تابه څخه مننه وکړه چی دنورو ولایتو پر بنا دننګرهار پوهنتون محصلینو ته یی هم ددغسی برنامو دجوړولو چانس ورکړ او زیاته کړه چی دژورنالیزم پوهنځی محصلین به په ټولو چارو کی له دوی سره همکاری او مرسته وکړي. ورپسی په کابل کی دفانوس مجلی مسول او راغلی استازی په خپلو خبرو کی په ننګرهارکی دفانوس مجلی مسول قدرت الله شکیب څخه مننه وکړه چی په ډیر کم وخت کی پروګرام دتنظیم لپاره کار وکړ او پروګرام یی په ډیر ښه ډول سره په لاره واچوه او زیاته کړه چی له دی سروی وروسته به نور پروګرامونه هم په لاره واچوي چی هغه پروګرامونه به عملي ډول دوبلاک جوړول ویډوکنفرانسونه او ځینی سیر علمي پروګرامونه وی په پای کی دمحصلینو له لوری دسروی فورمی ډکی او اړونده مرجع مسولینو ته وسپارل شوو او غوښتنه یی وکړه چی دغسی پروګرامونه دی په ننګرهار کی لا زیاتی کړی شی تر څو دمحصلینو ظرفیتونه لوړ شي.

مطالب مرتبط