Header ad
Header ad

په سیاسي او ټولنیزو پروسو کې دځوانانو ونډې مناظره په جلال آباد ښار کی ترسره شوه

په سیاسي او ټولنیزو پروسو کې دځوانانو ونډې مناظره په جلال آباد ښار کی ترسره شوه

په ننګرهار کې د فانوس مجلې له لوري په سیاسي او ټولنیزو پروسو کې دځوانانو ونډې ترعنوان لاندې مناظره ترسره شوه.

په مناظره کې د ننګرهارځوانانو چارو امر مطیع الله احمدزي، سیاسي کارپوه اکبرشیر، مدني فعالې مقدسه احمدزۍ سربیره ګڼو ځوانانو برخه درلوده. په پیل کې د ځوانانو چارو امر په سیاسي او ټولنیزو پروسو کې دځوانانو دونډې په اړه خبرې وکړې نوموړي وویل ځوانان دتیر په پرتله په سیاسې او ټولنیزو پروسو کې سهیم شوي او زمونږ دځّوانانو معینیت او ځوانانو چارو امریتونه دنده هم داده چې ځوانان د نورو پرومختګونه ترڅنګ تولنیزو اوسیاسي مسایلو ته هم ځیر کړو.

ځوانان چې دټولنې اکثریت برخه تشکیلوي باید دسیاست څرخ په خپله ګټه وڅرخوي او هر هغه څه چې ځوانان غواړي په ټولنه کې یې ترسره کړي. د ځوانانو پارلمان ایجاد هم په سیاست کې دځوانانو ددخیلتیا لپاره مهم او ګټور ګام دی ځګه چې ځوانان ددغه روزنیز پارلمان څخه ډیر څه زده کوي او تریو حده پورې د ځوانانو مشکلاتو ته هم رسیده ګي کیږي. په راتلووکې کې مونږ دولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو ټاګنې لرو پدغو تاکنو کې زمونږ اوستاسې مسولیت دادی چې د وړوځوانو نوماندانو دمعرفت ترڅنګ ولسونو ته عامه پوهاوی ورکړو ترڅو وړ اومناسبو اشحاصوته خپلې رایې وکاروي.

ورپسې سیاسي کارشناس اکبر شیر وویل ځوانان باید دهغه سیاسې رهبر پسې ولاړ شي چې منظم او پرمختللې تګلاره ولري د ولسونو په وینو یې لاسونه سره نه او نه هم په کوم جنایت مرتکب وي. هغه په سیاسي ، مدني او نورو چارو کې د ځوانانو رول مهم وباله او له ځوانانو یې وغوښتل ترڅو د ټولو ناحوالو پر ضد کار وکړي او هم په ټولنه کې هغه مثبت خوځښتونه په لاره واچوي چې دټولنې لپاره مفید او ګټور وي . شیر زیاته کړه ډیر وخت زمونږ سیاسیون د ولسونو سره دروغ وعدې کوي چې بیا ورسته عملي بڼه نه نیسې نو دې برخې ته باید ډیر متوجه اوسئ چې د نورو دسیاسي اوشحصي اغراضو ښکار ونه ګرځئ.

مدني فعالې مقدسې احمدزۍ بیا د خپلې ټولنې په اړه معلومات ورکړل او هم یې د ځوانو انجونو پروړاندې د مشکلاتو یادونه وکړه. نوموړې وویل کلتوري دودونه ددې سبب ګرځیدلې چې زمونږ ښځینه خویندې له سیاست، تعلیم ، فرهنګ او جتماعي کارونو لرې وساتي.

مونږ په ننګرهار کې د کور ادبي بهیر په نوم ټولنه لرو چې په سلګونه ځوانې انجونې راسره عضویت لري زمونږ کوشش دادی چې خویندې له خپلو حقوقو خبرې کړو او دا پیغام هم ورکړو چې هیواد او ټولنه دنورو ورونو په څير پر مونږ هم حق لري او پدې برخه کې ښې لاسته راوړنې هم لرم.

مونږ دځوانانو انجونو پر مټ دښار پاکۍ وینې ورکړې او نور رضاکار پروګرامونه هم ترسره کړي او په راتلونکې کې هم ژمن یو چې خپلې ټولنې او هیوادوالو ته به په پوره اخلاص او صداقت سره کار کوو او دا هم ورته په اثبات ورسوو چې ښځې هم کولای شي د نارینه وو په څیر په سیاسې او ټولنیزو پروسو کې برخه واخلي . ورپسې د غونډې برخه والو ځوانانو ته وخت ورکړی شو ترڅو خپلې پوښتنې له میلمنو مطرح کړي چې دراغلو میلمنو له لورې دقناعت وړ ځوابونه ورکړی شول.

ځوانانو د غونډې په پای کې ددغه ډول مناظرو ترسره کول ګټور یاد کړل او هیله یې څرګنده کړه ترڅو په راتلونکې کې هم ورته پروګرامونه تطبیق شي.

مطالب مرتبط

نظر بدهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *