Header ad
Header ad

لویه جرگه جوانان فانوس در خبر

لویه جرگه جوانان فانوس در خبر

فانوس مجله: ځوانان د ټولنې په وړاندې ډیرمسولیتونه لري

برای خواندن متن کامل این مطلب اینجا کلیک کنید

نقل از رادیو آزادی:

فانوس مجله: ځوانان د ټولنې په وړاندې ډیرمسولیتونه لري

۲۰٫۰۲٫۱۳۹۰

د افغان زده کوونکو د څېړنې له مخې ډېر افغان ځوانان او زده کوونکي له ډېرو ستونزو لکه امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

د افغان زده کوونکو دغه ۵۰۰ کسیزه څېړنیزه ډله ، د فانوس مجلې او د بشري حقونو د مدني ټولنې په نوښت او د پرانیستې ټولنې په مالي همکاري جوړه شوې ده.

د دغې ډلې یو شمېر زده کوونکي د افغان ځوانانو او زده کوونکو په مخکې د پرتو ستونزو لکه امنیتي، اقتصادي، په نشه يي توکو اخته کېدو، وخت له مخکې جبري ودونه ، ژبني تعصبونو ، بې کاري او د داسې نورو ستونزو د هوارۍ لپاره له افغان دولته د پاملرنې غوښته کوي.

که څه هم په افغانستان کې تر دې مخکې د افغان ځوانانوو په مخکې د پرتو ستونزو رپوټونه د ځینو څېړنیزو ډلو له خوا څېړل شوي، خو دا لومړی ځل دی ، چې افغان ځوانان د ځوانانو په مخکې پرتې ستونزې په خپله څېړي او د هواري لپاره یي د لارو چارو د لټولو طرحې وړاندې کوي.

د فانوس مجلې اود بشري حقونو د مدني ټولنې مسولینو د دغه پروګرام هدف دا بولي، چې ځوانان په دې پوه شي، چې د خپلې ټولنې پر وړاندې ځینې مسولیتونه لري، د فانوس مجلې مسول وحید احمد جلال زاده په دې اړه وايي:
(زموږ د دغه کار هدف دا دی چې افغان ځوانان په په ځانګړې توګه د ښوونځیو زده کوونکي پیاوړي کړو، چې له خپلې تولنې درک ولري. داسې فکر ونه کړئ، چې د ښوونځي زده کوونکي دي او د ټولګي په چوکاټ کې زده کړه کوي، بلکې د خپلې ټولنې پر وړاندې هم مسولیت لري(.

د افغان ځوانانو او زده کوونکو ستونزې په داسې حال کې څېړل کیږي، چې لا هم د رپوټونو له مخې افغان ځوانان له عمده ستونزو لکه د زده کړې نشتوالی، اقتصادي ستونزو، نا امنۍ، ناسم چاپېریال او داسې نورو ستونزو سره مخ دي .

د رپوټونو له مخې یو شمېر ځوانان د اقتصادي ستونزو او بې کاری له کبله د وسلوالو مخالفینو په لیکو کې دریږي، چې ناوړه ګټه ورڅخه اخیستل کیږي.

مطالب مرتبط